د رڼا کږېدنه
کله چې موږ له ځمکې څخه یوه ستوري ته ګورو، نو د مهال له تېرېدا سره سم د لیدل شوي ستوري ځای له خپل اصلي ځای څخه یو لږ څه بدلون مومي. په اصل کې ستوری خپل ځای نه بدلوي، بلکې دا حالت دوه لاملونه لري، لکه: لومړی- د ستوري د رڼا ګړنديتوب محدود دی. دوهم- موږ له ځمکې څخه ستوري ته ګورو او ځمکه هم په تشیال کې د لمر شاوخوا په خوځښت کې وي. نو د دې مانا دا شوه چې ستوری خپل ځای نه بدلوي بلکې موږ په تشیال کې د ځمکې د خوځښت په لامل خپل ځای بدلوو. تر ټولو زیاته کږېدنه د یوه کال په مودې کې د لمر شاوخوا د ځمکې د چورلښت له کبله را منځته کېږي چې دې ته کلنۍ کږېدنه (annual aberration) وايي. د ځمکې ورځنی څرخلاو هم په دې کږېدنه کې یو څه ونډه لري چې دې ته ورځنۍ کږېدنه (diurnal aberration) وايي.
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/93/Simple_stellar_aberration_diagram.svg/220px-Simple_stellar_aberration_diagram.svg.png)
🔥 Top keywords: لومړی مخځانگړی:پلټنهدويمه نړېواله جګړهافغانستانسل سوالونهد افغانستان بيرغد بکارت پردهد ښځې تناسلي آلهويکيپېډيا:پازوالانjmp7iويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهامریکا متحده ايالاتدوتنه:The Coca-Cola Company logo.svgتانبه:مېنځپانگه/تانبېځانگړی:اوسني بدلونونهمشروع دفاعاحمد شاه درانیويکيپېډيالارښود:منځپانګهپښتوويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهعبدالرحمان باباويکيپېډيا:تازه پېښېويکيپېډيا:په اړهمطالعهازبکستانسردار محمد يوسف خاند واده شپهخپلواکيفقهمحمد (ص) په اسلام کېاندړ ولسوالۍکارن:Af420/تمرین مخد بدر غزاامير کروړ سوريويکيپېډيا:General disclaimerاسلامد افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهويکيپېډيا:جرګه