شپږ کتابونه

د احادیثو شپږکتابونه چي عبارت له بخاري، مسلم، نسائی، ابوداوود، ترمذی او ابن ماجه څخه دي داهل السنت مسلمانانو په مذهب دحدیثونو په موضوع کي ترټولو معتبري سرچینې ګڼل کیږي .

کتابلیکوالد زیږیدو نیټهد مرګ نیټهعمرد زیږون ځای
صحيح بخاريمحمد بن اسماعیل البخاري194 هه - 810 ع256 هه - 870 ع62 کالهپه ازبکستان کې بخارا ښار
صحیح مسلممسلم بن الحجاج206 هه - 822 م261 هه - 875 ع55 کالهد ایران نیشاپور ښار
سنان النساءاحمد بن شعیب ښځې214 هه - 829 ع303 هه - 915 م89 کالهپه ترکمنستان کې د نسا ښار
سنان ابي داودابو داود202 هه - 817 م275 هه - 888 مyears 73 کالهپه ایران کې د سجستان ښار
سنن الترمذيابو عيسى محمد الترمذي209 هه - 824 م9 279 ه - - 2 892 ع70 کالهپه ازبکستان کې د ترمذ ښار
سنن ابن ماجهمحمد بن ماجه209 هه - 824 م273 هه - 886 عyears 64 کالهد ایران قزوین ښار

ښي|150x150px| سنان سعید بن منصوردشپږو کتابونوڅخه لمړئ معتبرکتاب چي په اسلامي نړۍ کي ترقرآن کریم وروسته لویه سرچینه ګڼل کیږي دمحمدبن اسماعیل البخاري کتاب دی . محمدبن اسماعیل البخاري دازبکستان هیواد له بخارا ښار څخه وو اوپخپل دغه کتاب کي یې نژې ۷۳۹۷ حدیثونه راټول کړي دي چي دادهغه حدیثونو شمېردی کوم چي په تکراري ډول سره ذکرسوي دي اوکه چیري په تکراري ډول نه وي بیا یې شمېر ۲۶۰۲ حدیثونو ته رسیږي .

دصحیح البخاري په اړه خپله امام بخاري وايي چي یوځل له خپل استاذ (اسحاق بن راهویه) سره ناست وم اوهغه پخپلو خبرو کي وویل چي که چیري تاسو دحضرت محمد(ص) دحدیثونو په اړه یوکتاب راجمع کړی ډېربه ښه وي . بخاري وايي ددې خبري په اورېدوسره مي په زړه کي ددې کار اراده وکړه څوچي په پای کي سرته ورسېدی .ښي|141x141px| سنان سعید بن منصور

  • دحدیثونو دویم معتبرکتاب صحیح مسلم دی چي دمسلم بن الحجاج القشیري له لوري لیکل سوی دی . مسلم بن حجاج په اصل کي دنیشاپور وو اوپه ۲۰۴هجري ق کي یې نړۍ ته سترګي غړولي دي . نوموړي پخپل کتاب (صحیح مسلم) کي شاوخوا ۷۲۷۵ حدیثونه راټول کړي دي خوکه چیري له دغه حدیثونوڅخه تکراري حدیثونه وویستل سي نوشمېر یې ۴۰۰۰ ته رسیږي . ددغه کتاب په اړه لوی شمېر علماء وايي چي ترصحیح البخاري وروسته ترټولوښه سرچینه ده .

ښي|141x141px| سنان النساءدحدیثونو دریم معتبرکتاب سنن النسائی دی چي داحمدبن شعیب النسائی له لوري لیکل سوی دی اودغه امام په اصل کي دترکمنستان هیواد څخه وو چي په ۲۱۵هجري ق کي پیدا اوپه ۳۰۳هجري ق کي وفات سو .

سنان ابي داود
سنان ابي داود

دحدیثونو څلورم معتبر کتاب سنن ابی داوود دی چي د امام ابوداوود سجستاني په لاس لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي نژدې ۴۸۰۰ حدیثونه شتون لري . امام ابوداوود په اصل کي دسجستان ولایت وو چي په ۲۰۲هجري ق کي پیدا اوپه ۲۷۵هجري ق کي وفات سو . ښي|148x148px| سنن الترمذيدحدیثونو پنځم معتبره کتاب سنن الترمذي دی چي د امام ابوعیسی محمدالترمذی له لوري لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي امام ترمذي ټول حدیثونه اودهغوی په اړه معلومات ذکر کړي دي چي کوم حدیث صحیح، کوم ضعیف او کوم حسن دی اوعلت یې څه دی .

ښي|144x144px| سنان سعید بن منصوردحدیثونو شپږم معتبره کتاب سنن ابن ماجه نومیږدي چي د امام محمدبن ماجه له لوري لیکل سوی دی اوپه دغه کتاب کي نژدې ۴۳۴۱ حدیثونه شتون لري . محمدابن ماجه په اصل کي په اصل کي دقزوین دښار وو چي په ۲۰۹هجري ق کال کي پیدا اوپه ۲۷۳هجري ق کال کي وفات سوی دی .